یوناما: ۲۰۲۵ کال د مځکې د سلامتۍ په کابل بدل کړئ

نن د اپریل دوه ویشتمه د مځکې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) په یوه بیان کې په دې مناسبت ویلي دي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ستونزو سره مخامخ هیواد دی.

په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې راځئ دوه زره پنځه ویشتم کال د خپلې مځکې د سلامتۍ په کال بدل کړو.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د مځکې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې خبرداری ورکړی دی چې « زموږ مځکه چې زموږ د مور حیثیت لري تبه لري»

ښاغلي ګوتیرش دې ته اشاره وکړه چې پروسږکال تر ټولو تود کال و، بیا یې وویل چې علت یې د ګلخانه اي ګازونو خپریدل دي.

افغانستان، چې له کلونو راهیسې په جګړو او بشري بحرانونو کې ښکېل دی، د اقتصادي او چاپیریالي زیربناوو د کمزورتیا له امله د اقلیم د بدلون په وړاندې یو له خورا زیان منونکو هیوادونو څخه ګڼل کیږي.