طالبانو له ملګرو ملتو د راستنیدونکو کډوالو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

مولوي کبیر او د یوناما مشره - ارشیف

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال سره په کتنه کې د هغو افغانانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه چې هیواد ته په وروستیو کې ستانه شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن( اپریل ۲۲) په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر د یوناما له مرستیال مشر اندریکا راتوته سره په لیدنه کې وویل چې د افغان کډوالو ایستل او له هغوی سره ناوړه چلند به د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي خراب کړي.

په بیان کې د اندریکا راتوته په وینا راغلې دي چې ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو تیر کال افغانستان ته ۱۸۳ ملیونه ډالر بشري مرستې لیږلي او ډاډ یې ورکړی چې دا به دوام ومومي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د اپریل په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۸۴،۸۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شوې دي.