د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ ګډه غونډه، د قزاق-افغان د سوداګریز فورم په نوم نن په کابل کې پرانیستل شوه.
په دې غونډه کې د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او یوشمیر قزاقي چارواکو په ګډون د طالبانو ځینو مشرانو برخه واخیسته.
د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین دې غونډې ته وویل چې هیواد یې د ریل پټلۍ، لوژستیک، کرهڼې، ټکنالوژي او کانونو په برخو کې چمتو دی چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ تجارت پروسږکال دوه دیرش فیصده زیات شو.
ژومانګارین د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ. ده د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر او د دوی د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په شمول له یوشمیر مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.