د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په څو ورځو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب له هڅې لاس واخلي، که چیرې داسې څرګندې نښې ونه لیدل شي چې یوې موافقې ته رسیږي.
د رویټرز اژانس په وینا، ښاغلي روبیو د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۸مه، په پاریس کې له اروپایي او اوکرایني مشرانو سره له لیدنې وروسته وویل، زموږ دا هڅې به د اونیو او میاشتو په مخه نه وي، ډېر ژر باید معلومه شي، که داسې وشي موږ به پکې یوو که نه موږ نور لومړیتوبه لرو چې تمرکز باندې وکړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ټرمپ لا هم یوې موافقې ته د رسیدو لیوالتیا لري، خو د ښاغلي روبیو په وینا، ټرمپ چمتو دی چې له دې موضوع څخه ووځي که چیرې د پرمختګ سمدستي نښې نښانې ونه لیدل شي.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په سپینه ماڼۍ کې به په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.
خو سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو او د خنډونو له زیاتېدو سره، هغه وړاندیز وکړ چې په دې برخه کې به په اپریل یا می کې یوه موافقه ممکنه وي.