د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال جام کمال خان سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته ترانزیتي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په دې غونډه کې د څلرویشت ساعتونو په مخ د تورخم بندر د فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو هیوادونو له لارې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د رامنځته کیدو په اړه بحثونه او خبرې شوې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي دي چې دواړو لوریو ترمنځ به بیلابیلې تخینکې غونډې ترسره شي چې پکې داسې پریکړې وشي چې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی پرون په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسید.