د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره تر خبرو مخکې روسیې ته ولاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن پلازمینې مسکو ته ورسید. رویټرز اژانس څرګندوي چې تمه ده عباس عراقچي به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ټاکل شوې ده دوې ورځې وروسته د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازي د ایران د اټومي مسالې په تړاو دوهم پړاو خبرې پيل کړي.

د دې خبرو لومړی پړاو د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینې مسقط کې ترسره شو چې په دې خبرو کې د ایران د پلاوي مشري عباس عراقچي کوله او د متحد ایالتونو د پلاوي مشري د امریکا د منځني ختیځ په چارو کې مسوول ستیف ویټکوف کوله.

د لومړي پړاو تر خبرو مخکې ښاغلی ویتکوف روسیې ته تللی و او بیا له هغه ځایه عمان ته ولاړ.

تهران او واشنګتن ویلي دي چې د خبرو لومړی پړاو مثبت او رغنده و.