د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد څرګندوي چې له چارو سره یوشمیر با خبره خلکو ورته ویلي دي دوی اندیښنه لري چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې داعش ترهګر د افغانستان لور ته انتقال کړي.
ښاغلي خلیلزاد تیره شپه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دی هم ورته اندیښنه لري.
ښاغلي خلیلزاد د هغو کسانو نوم نه دی اخیستی چې دی وایي له ده سره یې خبرې کړې دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د پاکستان حکومت د روانې اپریل میاشتې له پيله له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د عالي کمیشنرۍ په وینا د اپریل له پيله تر اوسه په لسګونو زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوې دي.