د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورټي همکاریو ژمنه وشوه

په افغانستان کې پر MMA سپورټ بندیز لګیدلی-ارشیف

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورتي همکاریو د پراختیا په اړه د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف او د طالبانو د حکومت د اولمپیک، بدني تربیت او سپورت د مشر احمدالله وثیق ترمنځ خبرې وشوې.

د طالبانو په واک کې باختر اژانس خبر ورکړ چې ژیرنوف او وثیق د سې شنبې په ورځ په کابل کې سره ولیدل.

د غونډې پرمهال د دواړو خواوو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو، په ځانګړې توګه د سپورت په برخه کې، خو دا نه دې ویل شوي چې د سپورټ په کومو برخو کې به همکارۍ کیږي.

طالبانو د نجونو او ښځو پر سپورټ بندیز لګولی او په ځینو موارد کې یې د نارینه و یوشمیر لوبې هم منع کړې دي.