د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې سبا د سیلونو د بهیدو امکانات شته

د افغانستان په ختیځ کې سیلونه-ارشیف

د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په غور، بادغیس، غزني، رزګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشیر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، بدخشان، تخار او کندز کې د ورښتونو له امله د پنجشنبې په ورځ د اوبو کچه په سیندونو کې لوړیږي چې له امله یې د سیلابونو د بهیدو خطر شته.

دغه وزارت پرون هم په همدې اوولسو ولایتونو کې د احتمالي سیلونو د بهیدو خبرداری ورکړی و، خو ازادي راډیو تر دې دمه د پرونیو ورښتونو له امله د سیلونو د بهیدو کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام( ډبیلو-ایف-پي) د راپور له مخې پروسږکال په افغاستان کې د سیلونو له امله تر یوسل او شپته زره ډير کسان اغیزمن شول او په زرګونه کورونه او کروندې ویجاړې شوې.