د جمعې په ورځ په افغانستان کې د څلورو کسانو له اعدام وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې د مرګ سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.
د دې اعدامونو د خبر له خپریدو څو ساعته وروسته، یوناما د دې سزا د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
طالبانو د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره ده.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.