د جرمني نوی حکومت بې اسناده افغانان له خپلې خاورې باسي

افغانستان -- له جرمني څخه شړل شوي افغان کډوال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ، د سپتمبر ۱۳مه، ۲۰۱۷-ارشیف

د جرمني نوی حکومت پلان لري چې افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د پارلماني ډلې مشر تورستن فرای د جرمني « بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ چټکه شي. ښاغلي فرای زیاته کړه چې پروسږکال په اوړي کې د یوشمیر کډوالو د ایستلو تجربې وښودله چې دا کار ممکن دی.

جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دغه هیواد کې دوه لکه څلویښت زره داسې کډوال شته چې اسناد نه لري.

د ښاغلي فرای په وینا غیرقانوني کډوال باید په هر ډول چې کیږي له جرمني ووځي او غوره به دا وي چې لومړی په خپله خوښه ولاړ شي.

په دغو غیرقانوني کډوالو کې لویه برخه د افغانستان دي.