د امریکا متحد ایالتونو طهور حسین رانا هند ته وسپاره. دی پاکستاني الاصله کاناډایی دی او هغه کس دی چې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د ترورستي بریدونو طراح بلل کیږي.
د دې بریدونو له امله یوسل او شپږ شپیته کسان ووژل شول چې په دوی کې شپږ تنه امریکایان وو.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحد ایالتونو د هند د هغو هڅو ملاتړ کړی دی چې د دې بریدونو مسوولین عدالت ته راکاږي.
ښاغلي روبیو زیاته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې واشنګتن او نوی ډیلی به د ترهګرۍ له نړیوالې بلا سره د مبارزې لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
هند پخوا هم له واشنګتنه د طهور حسین رانا د ورسپارلو غوښتنه کوله، خو دا پلا چې کله ډونالډ ټرمپ ولسمشر شو د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې د رانا د ورسپارلو ژمنه وکړه.