د ۵۱ ډالرو مرستې په تور زنداني شوې میرمن خوشي شوه

کسینیا کاریلینا

روسي الاصله امریکایۍ کسینیا کاریلینا چې په روسیه کې د دې لپاره زنداني شوې وه چې په اکراین کې یې له یوې امریکایۍ مرستندویه موسسې سره یو پنځوس ډالر مرسته کړې وه، د تبادلې په ترڅ کې له بنده خوشې شوه.

کاریلینا له ارتور پیتروف سره چې د جرمني او روسیې دوه ګونی تابعت لري او ادعا کیږي چې حساس مایکرو الکترونیک مواد یې صادر کړې دي، تبادله شوه.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنیو کې د کاریلینا د خوشي کیدو خبر تایید کړ. د روسیې امنیتي څانګې

FSB هم د پیتروف د خوشي کیدو خبر ورکړی دی.

د کاریلینا الوتکه په سیمه ایز وخت د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د واشنګټن ډي سي بهر د انډریوز په هوایي ډګر کې ښکته شوه، چیرې چې هغې ته د هغې د کوژدنې لخوا هرکلی وویل شو.

۳۳ کلنه کاریلینا، چې پخوانۍ بالې نڅاګره وه، په ۲۰۱۵ کال کې متحده ایالاتو ته لاړه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.

د جنوري له شلمې راوروسته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده دا دوهم ځل دی چې د روسیې او امریکا ترمنځ زندانیان تبادله کیږي.