د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او ډلو د یوې اونۍ په ترڅ کې له پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وایي: "پاکستان خپل نړیوال مکلفیت له پامه غورځولی دی او خلک هغو ځایونو ته سپاري چې د دوی حقوق هلته له خطر سره مخامخ دي."
عباسي زیاته کړه چې "ټول هغه هیوادونه چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي باید دا ومني چې افغانستان د بیرته ستنیدو لپاره خوندي نه دی."
رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان حکومت د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې له 8,000 څخه ډیر افغانان له خپلې خاورې ایستلې دي.
اسلام اباد ټولو هغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري یا د افغان تابعیت( اې سي سي) کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې دې له هیواده ووځي، که نه نو دوی به وشړل شي.