د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده.
عبدالمتین قانع اسوشیتد پریس اژانس ته د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې دوو کسانو جرم لوی نه دی.
یو نارینه بریتانیایی پیټر رینولډز چې نهه اویا کاله عمر لري له خپلې میرمنې باربي سره چې پنځه اویا کاله عمر لري د فبروري په لومړیو کې په بامیان کې نیول شوي وو. دغو دوو کسانو هلته د زده کړې او روزنې پروګرامونه مخته وړل.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د دې دوو کسانو مشکل به که خدای کول ژر حل شي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د دې نیول شوې جوړې د دوسیې په اړه وضاحت ورکوي.