په ایران کې درې افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

ایران- په ګلستان کې د ډبرو سکرو د کان ټپي لیږدوي-۲۰۱۷-ارشیف

ایرانۍ رسنیو خبر ورکړ چې د سکرو د کان اووه کارګر چې درې یې افغانان دي د سمنان په ولایت کې د کان دننه د ګاز د خپریدو له امله مړه شوې دي.

ایراني رسنیو د دریو مړه شویو افغان کارګرانو په اړه په خپلو راپورونو کې ویلي دي چې یو یې ابراهمي تخلص کوي شل کلن دی، بل اکبري پنځه ویشت کلن دی او دریم هم ابراهیمي تخلص کوي چې د پنځه ویشت کلونو دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دا پیښه د دوشنبې مازدیګر مهال د جواهر زغال په کان کې رامنځته شوې ده.

په ایران کې افغان کډوال تر ډیره سخت کارونه کوي او په هره برخه کې د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د ایران د کډوالو چارو د مسوولینو په وینا په دغهّ هیواد کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي.