پاکستانۍ انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ د کراچۍ د چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د شپاړس زره یوسل او اته دیرش افغانانو د ایستلو بهیر پيل شو.
د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې ( اې سي سي) کارتونه لري او تر اوسه پولیسو څه باندې یونیم سل کسان نیولې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په شپږمه په یوه بیان کې ویلي و چې ټول غیرقانوني بهرنیان او د ( اې سي سي) کارتونو درلودونکي کسان دې د مارچ تر یو دیرشمې له پاکستانه په خپله خوښه ووځي. بیا د اختر په خاطر دا موده د اپریل تر لسمې تمدید شوه.
د ازادي راډیو د راپورونو له مخې په اسلام اباد، راولپنډۍ او د پاکستان په یوشمیر نورو ښارونو کې هم د پولیسو له لورې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ګړندی شوی دی.