د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پر ولسمشر پوتین نیوکه وکړه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران

د اروپا یوشمیر جګپوړیو دیپلوماتانو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین انتقاد کړی دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په مشرۍ د سولې له وړاندیز سره مخالفت کوي.

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې ده چې له څو اونیو خبرواترو وروسته واشنګتن ته هم د کرملین د نیت په اړه اندیښنې پيدا شوې دي.

د جمعې په ورځ، د اپریل په څلورمه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ، یو شمېر لوړ پوړیو اروپايي ډیپلوماتانو په متحدینو غږ وکړ چې پر مسکو فشار زیات کړي چې دې تړون ته غاړه کیږدي.

مسکو تېره میاشت د امریکا د بشپړ ۳۰ ورځني اوربند پلان رد کړ. که څه هم اوکراین او روسیې د یو بل د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د نه کولو پر سر موافقه کړې وه، خو لاهم دواړه لورې یو بل تورنوي چې له دې تړونه سرغړونې کوي.