د حماس یو قوماندان د لبنان په جنوب کې ووژل شو

اسراییلي ایف ۳۵ جنګي الوتکه-ارشیف

د حماس ډلې یو قوماندان حسن فرحات نن د لبان په جنوب کې د هوایي برید پرمهال ووژل شو.

حماس د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پيژني.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د حماس د دې قوماندان له وژلو سره په لبنان کې د حزب الله او اسراییل ترمنځ شوی اوربند ممکن اغیزمن کړي.

د اسراییل پوځ وویل چې حسن فرحات پروسږکال د صفد پر ښار د توغندیو د هغه برید مسوول و چې د څو تنو اسراییلي سرتیرو د وژلو او ټپي کیدو سبب شوی و.

د اسراییل پوځ ټینګار کوي چې د حماس غړي چې په هرځای کې فعالیت کوي، په نښه به یې کړي.