د ولسشمر پوتین استازی هیلمن دی چې له واشنګتن سره به د ماسکو اړیکي ورغېږي

کریل دیمتریف

په بهرنیو هیوادونو کې د پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وایي، د ماسکو او واشنګتن ترمنځ په اړیکو کې مثبت تحرک لیدل کیږي، خو اختلافات لاهم په خپل ځای دي چې د حل کیدو لپاره یې څو نورو غونډو ته اړتیا شته.

کریل دیمتریف پرون په واشنګتن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له یوشمیر غړیو سره تر لیدو کتو وروسته ( سي این این) تلویزیون ته وویل چې اوس موږ په دې فکر کوو چې څه کارونه باید ترسره شي چې یوه اوږدمهاله حل لاره ومومو.

د روسیي رسنیو په وینا ښاغلي دمیتریف په واشنګتن کې خبریالانو ته ویلي دي چې له متحده ایالتونو سره په دوه اړخیزو اړیکو کې مثبت بدلون ترسترګو کیږي.

په خپله دیمیتریف په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د خبرو اترو رغیدنه ستونزمنه او تدریجي پروسه ده، خو هره ناسته او صادقانه غونډه د دې سبب کیږي چې چارې ښې مخته ولاړې شي.