د اروپایي ټولنې یوشمیر مشران نن په ازبکستان کې دي. دوی به په سمرقند کې د کوربه هیواد ازبکستان، همداراز قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره غونډه وکړي.
په دې غونډه کې د اروپا د اووه ویشت غړیو هیوادو د پلاوي مشري د اروپایي کمیسیون مشره اورزلا ون دیر لین او د اروپایي شورا مسوول انتونیو کاستا کوي.
ون دیرلین تر دې سرمشریزې مخکې وویل چې هیلمنه ده چې د بروکسل او منځنۍ اسیا د هیوادو اړیکي به نوي پړاو ته داخل شي او د ترانسپورټ، طبیعي زیرمو، اوبو او انرژۍ په برخو کې به همکارۍ پراخې شي.
د منځنۍ اسیا د هیوادو خاوره تقریبا د اروپایي ټولنې د هیوادو په کچه ده خو په دغو پنځو هیوادو کې یوازې اتیا میلیونه خلک ژوند کوي چې د ټولې اروپایي ټولنې په پرتله یې نفوس پنځمه برخه کم دی او دا هیوادونه د بهرنیانو پانګونې ته سترګې په لاره دي.