حماس وايي، د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې

د حماس ډلې د مشرتابه یوه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د اوربند له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې دوه ورځې وړاندې قطر او مصر کړی و.

خلیل الحیه د شنبې په ورځ، د حمل ۹مه، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د حماس لیدلوری د منځګړو وړاندیز ته "مثبت" دی او دوی "منلی" دی.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کېږي.

د حماس مشر، چې د غزې په تړانګه کې د دې ډلې د مذاکره کوونکې هیئت مشري هم کوي، هیله څرګنده کړه چې اسرائیل به دا وړاندیز رد نه کړي.

هغه په ورته وخت کې وویل چې د حماس بې وسلې کول تر هغه وخته "سره کرښه" ده تر څو پورې چې د اسرائیل "اشغال" دوام ولري.

امریکا او اسرائیل څو ځله د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید له جګړې وروسته د غزې په اداره کې کوم رول ونه لري.