د اوکراین ولسمشر له لویدیځو متحدانو د روسیې په وړاندې د کلک غبرګون غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون شنبې د مارچ په ۲۹مه د اوکراین له لویدیځو شریکانو څخه د روسیې په وړاندې د " پیاوړي غبرګون" غوښتنه وکړه. زیلینسکي تیره شپه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل،

"زموږ شریکان باید په دې ښه پوه شي چې دا بریدونه یوازې د اوکراین پر ملکي وګړو بریدونه نه دي، بلکې په ټولو نړیوالو هڅو هم دي - پر هغې ډیپلوماسۍ چې دوی یې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمخ وړي.»

د اوکراین ولسمشروویل، له ټولو لورو، متحدو ایالتونو، اروپا او هغو نړیوالو چې په ډیپلوماسۍ کې ښکیل دي، یوه پیاوړي غبرګون ته اړتیا لري.

زیلینکسي زیاته کړه روسیه باید سولې ته اړ ایستل شي او دا کار یوازې د فشار له لارې کیدای شي.

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ په خارکییف کې پر یوه پوځي روغتون او پر (کریوي رای) ښار کې د روسیې د بې پېلوټه الوتکو او توغندو د بریدونو خبر ورکړ.

د خارکییف ښاروال د لږترلږه دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ او چارواکو په کریوي رای ښار کې د روسیې په بریدونو کې د لږترلږه اوه کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.