د استانبول د ښاروال د بندي کېدو پر ضد مظاهرې دوام لري

زرګونو خلکو پرون (شنبې) یو وار بیا د استانبول په آسیایي سیمه، مال‌تپه کې د ښاروال اکرم امام‌اوغلو په ملاتړ لاریون وکړ.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مظاهره‌چیانو شمېر سلګونو زرو ته رسېده، او دا یې په تېرو لسو کلونو کې د ترکیې یوه تر ټولو ستره مظاهره بللې ده.

خلک په داسې حال کې د امام‌اوغلو په ملاتړ راووتل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تېرو لسو ورځو راهیسې هڅه کړې چې اعتراضونه وځپي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا نژدې ۲۰۰۰ مظاهره‌چیان نیول شوي دي.

د استانبول ښاروال ۴۵ کلن اکرم امام‌اوغلو، دوې اوونۍ وړاندې له لسګونو سیاستوالو، خبریالانو، سوداګرواو نورو کسانو سره د فساد د یوې قضیې په تړاو ونیول شو.