د رسنیو د ملاتړ ګڼ شمېر سازمانونه د طالبانو وروستی حکم چې په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې یې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی، پر رسنیو د سانسور د زیاتوالي بله نښه ګڼي.
د افغانستان د بیان د آزادۍ کور خبرداری ورکوي چې د دې حکم بشپړ پلي کول کولی شي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بشپړ بندیز ولګوي.
په اروپا او شمالي امریکا کې د جلاوطنه خبریالانو ټولنې دا بندیز غندلی دی، او هغه یې د بیان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
دې ټولنې د خپلو وروستیو موندنو په راپورکې ویلي چې په ۱۴۰۳ کال کې، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې محدودیتونه او تاوتریخوالی ۷۵ سلنه زیات شوی او په دې کال کې په دې هیواد کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې شاوخوا ۲۳۲ قضیې ثبت شوي دي.
په دې وروستیو کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې طالبانو په بدخشان، بغلان او نیمروز کې په سیمه ییزو رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی. د راپورونو له مخې، دا حکم تر اوسه پورې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې نافذ شوی دی.