د بشري حقونو لسګونو ټولنو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي

د نړیوالو ستراتیژیکو دعوو شورا په مشرۍ د بشري حقونو تر سلو ډېرو ټولنو او فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې، له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ د یودېرشمې ضرب‌الاجل لغوه کړي، ځکه چې دوی به افغانستان ته د بېرته استول کېدو په صورت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

پاکستان، افغان کډوالو ته ویلي چې یا تر ټاکلې نېټې د دغه هیواد له خاورې ووځي او یا به په زوره وایستل شی.

په داسي حال کې چې د پاکستان ضرب‌الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي، دغه ائتلاف د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او ډاډ ورکړي چې عملي به نه شي.

په دې لیک کې، چې پرون (جمعه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او لوی څارنوال منصور عثمان اعوان ته استول شوی، راغلي چې دوی د افغان کډوالو نیونې، په زوره له پاکستان څخه ایستنه او پراخې بشري سرغړونې غندي.

دا ائتلاف ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات اړین دي.

په ګډ لیک کې راغلي چې یاد ضرب‌الاجل د پاکستان له قانوني ژمنو سره په ټکر کې دی، ځکه چې کډوال مجبوروي چې بېرته هغه هېواد ته لاړ شي، چې دوی له جدي امنیتي ګواښونو او د ازادۍ له محدودېدو سره مخامخ کېږي.