په مزارشریف کې د والي دفتر د جمعې په ورځ، (د حمل ۸مه) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې محمد یوسف وفا د یوه ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
دا پلاوی به له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخیزو همکاریو، د سوداګرۍ د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ، او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړي.
که څه هم تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو ازبکستان د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی چې له طالبانو سره تعامل لري او د دوی دیپلوماتان یې منلي دي.
د تودو اړیکو ترڅنګ، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري پراخه شوې ده. د تېر لمریز کال د سنبلې په پیل کې، د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ګڼل کېږي، د ازبکستاني چارواکو او د طالبانو د حکومت د استازو په حضور کې رسماً پرانستل شو.