یو افغان ترجمان په امریکا کې ووژل شو

یو افغان ترجمان، چې په افغانستان کې له مرګوني بریده ژوندی ووت، د امریکا د ټیکساس په هیوسټن کې په خپل دفتر کې د چړې په ګوزارونو وژل شو.

امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ (د وري ۸، د مارچ ۲۸ مه) راپور ورکړ چې وژل شوی افغان ترجمان عبدالرحمن نیازی نومېږي، ۳۴ کلن و او د پینځو اولادونو پلار و.

د نیازی یوه ملګري امریکايي رسنیو ته ویلي چې کلونه وړاندې، هغه په افغانستان کې د ترجمان په توګه د دندې پر مهال په یوه چاودنه کې دواړه پښې بایللې وې.

هغه زیاته کړې چې نیازی له هیوسټن مېشتو افغان کډوالو سره د مرستې په هڅه کې و، چې ووژل شو.

په همدې حال کې، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو ۳۷ کلن مسیح‌الله ساحل د دې پېښې په تور نیولی دی.

تر اوسه لا نه ده څرګنده چې د دې پېښې احتمالي انګېزه څه وه.