امریکا پر وارداتي موټرو ۲۵٪ تعرفه ولګوله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر پرون (چهارشنبه) اعلان وکړ چې له راتلونکې اوونۍ څخه به د وارداتي موټرو او سپکو ټرکونو تعرفه ۲۵ سلنه لوړه کړي.

د اروپایي کمیسیون مشر دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا تعرفه "د کاروبارونو لپاره زیان‌رسوونکې ده او د مصرفوونکو لپاره، که په امریکا کې وي او که په اروپایي اتحادیه کې، لا بدتره ده."

ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل:

«موږ غواړو چې د ټولو هغو موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوو، چې په امریکا کې نه تولیدېږي.»

ولسمشر ټرمپ چې تعرفې د مالیاتي عوایدو د کمښت جبران او د امریکا د صنعت د احیا وسیله بولي، همداراز زیاته کړه چې دا تعرفې به د اپرېل پر ۳مه (د حمل ۱۴ مه) عملي شي، یعني یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا د هغو هېوادونو پر ضد متقابلي تعرفې اعلان کړي، چې د امریکا په سوداګریز کسر کې تر ټولو لویه ونډه لري.