روسیې په وروستیو کې افغانستان ته د مایع ګاز صادرات ډېر کړي

د اروپايي اتحادیې له لوري د روسیې پر مایع ګاز د بندیزونو له نافذېدو وروسته، افغانستان او منځنۍ آسیا ته د دې ګاز صادرات زیات شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د روسيې د مایع ګاز صادرات ۵۲٪ زیات شوي او ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي.

رویټرز راپور ورکوي چې اروپايي اتحادیې تېر کال پر روسي د مایع ګازو صادراتو محدودیتونه ولګول، چې له امله یې افغانستان ته د دې محصول صادرات زیات شول. دغه بندیزونه د پولنډ له لوري وړاندیز شوي وو، چې د روسي د مایع ګازو له لویو واردوونکو څخه ګڼل کېږي، او په دسمبر میاشت کې عملي شول.

مایع پیټرولیم ګاز، چې پروپان او بیوټان پکې شامل دي، عموماً د وسایطو د سون، د کورونو د تودوخې، او د نورو پیټرو کیمیاوي محصولاتو د تولید لپاره کارول کېږي. د دې ګازو د صادراتو زیاتوالی انرژي‌ د سیمې له اړتیا سره تړاو لري.