د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، پولیسو پنځه ورځې وړاندې د لاریونونو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې له ۱۱۰۰ څخه ډیر کسان نیولي دي.
هغه د دوشنبې په ورځ، د وري په ۴مه وویل چې د لاریونونو په ترڅ کې ۱۲۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي.
د ترکي خبریالانو اتحادیې ویلي چې په نیول شویو کسانو کې نهه خبریالان هم شامل دي.
د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو له نیول کېدو وروسته د ترکیې په څو ښارونو کې پراخ لاریونونه پیل شول.
امام اوغلو، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیاسي سیال دی، تېره اونۍ د فساد په تور ونیول شو.
یو شمېر اروپايي هېوادونو په ترکیه کې د دې تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی په ترکیه کې د ډیموکراسۍ د برخلیک په اړه اندیښمن دي.