د کاناډا صدراعظم وارمخکې انتخابات اعلان کړل

د کاناډا صدراعظم مارک کارني

د کاناډا صدراعظم مارک کارني

د کاناډا نوي صدراعظم، دې ته په اشاره چې د کاناډا پر اقتصاد د ډونالډ ټرمپ له لوري د وضع شوو تعرفو له اغېزو سره د مقابلې لپاره د کاناډا اقتصاد قوي ملاتړ ته اړتیا لري، تر خپل وخت مخکې د ثور په ۸مه (اپرېل ۲۸) د انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان وکړ.

مارک کارني د یکشنبې په ورځ (د وري ۳مه) له خبریالانو سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر تجارتي اقدامات «ناعادلانه» وبلل او زیاته یې کړه چې د کاناډا حاکمیت تر ګواښ لاندې دی.

هغه له خپلو هېوادوالو د «قاطع او مثبت» ملاتړ غوښتنه وکړه.

په کاناډا کې بدلونونه هغه وخت پیل شول، کله چې ډونالډ ټرمپ د کاناډا لپاره تعرفې لوړې کړې چې ورپسې پخواني صدراعظم جاستین ترودو، له واکه لاس واخیست.

مارک کارني، چې پخوا یې نه په سیاست او نه هم په انتخاباتي کمپاینونو کې تجربه درلوده، دوه اوونۍ وړاندې د لیبرال ګوند مشري ترلاسه کړه.

نوموړی پخوا د کاناډا او بریتانیا د مرکزي بانکونو مشر پاتې شوی دی.