د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل شوه.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې په ځايي وخت اته نیمې بجې ویزه لرونکو مسافرو ته له امنیتي سکریننګ وروسته د کرښې بلې غاړې ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه.
دغې سرچینې وویل چې که څه هم د مسافرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده خو تګ راتګ په عادي ډول دوام لري.
ټاکل شوې چې دا داروازه پرون جمعه د مارچ په ۲۱ مه د عامو ویزه لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل شي خو پاکستاني اړخ ته د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ترننه پورې وخڼدېده.
دا دروازه د تېرې فبرورۍ په ۲۱ مه د پاکستان سرحدي ځواکونو له لوري ظاهرا کرښې ته نږدې د طالبانو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په غبرګون کې وتړل شوه، چې له امله یې دواړو غاړو ته په زرګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاتې شوي و.
د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د اوښتو او راوښتو مهمه دروازه بلل کیږي. دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار بلل کیږي.