داسې مهال چې د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د تېرو څو لسیزو تر ټولو لویې مظاهرې روانې دي، د دې هېواد ولسمشر الکساندر ووچیچ وايي، هغه پراخه منفي انرژۍ او غوسه چې خلک یې د چارواکو په وړاندې لري، د درک وړ ده.
دا اعتراضونه په تېره نوامبر میاشت کې هغه مهال پیل شول چې د اورګاډي په یوه سټېشن کې له خونړۍ پېښې وروسته خلکو چارواکو په فساد تورن کړل.
ولسمشر ووچیچ تېره شپه په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال هڅه کوله چې ځان د خلکو د غوښتنو د استازي په توګه معرفي کړي. هغه وویل چې په حکومت کې شامل ټول کسان باید پوه شي چې کله دومره ډېر خلک راټولېږي، پیغام یې څه شی دی.
د چارواکو د اټکل له مخې په دې مظاهرو کې د ۸۸ زرو او ۱۰۷ زرو ترمنځ خلکو ګډون کړی و، خو د عمومي غونډو د ارزونې یوې ادارې ویلي دي چې ښايي د دوی شمېر به د ۲۷۵ زرو او ۳۲۵ زرو ترمنځ و.
معترضان پرون په داسې حال کې چې بیرغونه ورسره وو، د ښار په بېلابېلو برخو راټول شول او بیا یې د پارلمان مخې ته غونډه وکړه.