د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید د هغو ترهګرو له خوا تنظیم شوی وچې مشران یې په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوی د پاکستان د پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پیښې په تړاو یې پرافغانستان لګولي، په کلکه ردوي او له پاکستاني لوري غواړي چې د داسې غیرمسولانه څرګندونو پرځای خپل امنیت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام وکړي. هغه ویلي چې د هیڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي په افغانستان کې نشته او له دې ډلې سره نه دوی پخوا او نه هم اوس اړیکې لرلې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر ریلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود. د خبرپاڼې له مخې پاکستان تمه ښودلې چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي. پوځ همدارنګه ویلي چې پردغه ریلګاډي ټول ۳۳ بریدګر یې وژلی او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل ژغورل شوي دي. خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې نن پنجشنبې د مارچ پر ۱۳مه مهال په یوه بیان بیان کې د پوځ دغه ادعا ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او یوشمیرکسان تراوسه ورسره یرغمل دي.