قرغزستان او تاجکستان د پولې او نورو اړوند ګڼې موافقې لاسلیک کړې

قرغزستان او تاجکستان د خپلو ګډو پولو د په نښه کولو او د خپل منځي اړیکو د بیرته اعاده کولو لپاره څو موافقې لاسلیک کړې.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې په دغو موافقو کې چې د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان د سفرپه مهال د کوربه هیواد له ولسمشرصدر جباروف ترمنځ نن پنجشنبې لاسلیک شوې، د ګډې پولې د په نښه کولو یو تړون او د اوبو د زیرمو په ګډون د مواصلاتي اړیکو د بیرته اعاده کیدو دوه سندونه شامل دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د لانجمنو سیمو پرسر له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې خبرې روانې وې.

دواړو ولسمشرانو چې له بشکیک څخه یې په انلاین بڼه په فرغانه دره کې د دوو امنیتي پوستو د پرانستلو ننداره وکړه، وویل چې سرله سبا به د بشکیک او دوشنبې ترمینځ د هوایي شرکتونو الوتنې، د مسافروړونکو بسونو تګ راتګ اونور خدمات له سره پیل شي.

په سرحدي سیمو کې د دوو خونړیو نښتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اپریل او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبرمیاشتو کې وشوې او په نتیجه کې یې له سلو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو کورونه او نورې ودانۍ وسوځیدې یا ویجاړې شوې، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې پولې تړل شوي او ترمنځ یې اړیکې ځنډول شوې وې.