د تورخم دروازه شل ورځې کیږي تړلې ده، نن یې د خلاصولو په موخه رابلل شوې جرګه لغوه شوه

د تورخم دروازې دواړو خواوو ته په زرهاوو له مالونو بار لارې، مسافر او ناروغ لرونکې د اوښتو په تمه دي

د تورخم دروازې دواړو خواوو ته په زرهاوو له مالونو بار لارې، مسافر او ناروغ لرونکې د اوښتو په تمه دي

ټاکل شوې وه چې د تورخم دروازې د پرانستل کېدو او دغلته د رامنځته شوې ستونزې د دایمې حل په هدف د دواړو لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د تېرې جرګې په دوام د خبرو دوهم پړاو نن پیل شي خو د نن ورځې ناسته د نامعلومو دلایلو له امله لغوه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسول یونس مومند ازادي راډيو ته یوازې همدومره وویل چې دا ناسته لغوه شوې ده، خو د لامل په اړه یې څه ونه ویل.

په تورخم کې یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان له اړخه د جرګې غړي تر مارکو بازار تللي وو خو د نامعلوم دلیل له امله بېرته جلال اباد ښار ته ستانه شوي دي.

د نن ورځې ناسته لغوه شوه، لامل یې نه دی معلوم، که بیا بله ورځ وټاکل شوه بیا به تاسې ته احوال درکړو
د جرګې یوه غړي نیاز ولي شینواري

د دروازې ها غاړې ته د جرګې یوه غړي نیاز ولي شینواري ازادي راډيو ته وویل،

"د نن ورځې ناسته لغوه شوه، لامل یې نه دی معلوم، که بیا بله ورځ وټاکل شوه بیا به تاسې ته احوال درکړو."

یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې وه چې د نن په ناسته کې د تېرې ناستې چې روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ شوې وه، په پرېکړو بحثونه وشي.

د یکشنبې په ناسته کې پرېکړه شوې وه چې په تورخم کې به اوربند ټینګیږي، دغه شان به په لانجمنه سیمه کې د پوستې د جوړېو کار درول کیږي او وروسته به دروازه پرانیستل کېږي.

خو نن د شلمې ورځې لپاره لا هم د تورخم دروازه بنده ده او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

په دې اړه نور: د خوړو نړیوال پروګرام: په خوارکي توکو بار لارۍ مو په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په تمه ولاړې دي

د بېځایه شویو خلکو ستونزې

د تورخم یو شمېر اوسېدونکي وايي له تورخمه بې ځایه شوي کسان لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي میر واحد ازادي راډيو ته وویل،

"له تورخم نه چې کوم خلک راکډوال شوي دی اچین او سپین غر ته، له سختو ستونزو سره مخ دي، خلک بې چاره دي، دلته سرپناه نه لري، بیې ورسره لوړې شوي، دا دروازه چې تړل کیږي خلک ورسره له سختو ستونزو سره مخ کیږي."

خلک بې چاره دي، دلته سرپناه نه لري، بیې ورسره لوړې شوي، دا دروازه چې تړل کیږي خلک ورسره له سختو ستونزو سره مخ کیږي
د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي میر واحد

ها غاړه د لنډي کوتل یوه اوسېدونکی ګل محمد شینواري هم ازادي راډیو ته وویل،

"دلته چې کومه سیمه ییزه ابادي ده، ۴ یا پنځه زره کسان بې ځایه شوي دي، ټول راغلي دلته لنډی کوتل ته، د پولې د تړلو له امله، سوداګرو ته ستونزې پیدا شوي دي، ځايي خلک له ستونزو سره مخ دی، ټرانسپورت والا دا شل ورځې وشوې چې موټرې یې ولاړې دي، نو دا ټولې ستونزې دي چې خلک ورسره مخ دي."

د تورخم دروازه د تېرې فبرورې میاشتې له ۲۱ راهیسي د پاکستان له لوري تړل شوې ده .

پاکستان تور پورې کوي چې دا دروازه یې د طالب ځواکونو له لوري په یو ممنوعه ځای کې د یوې پوستې د جوړولو په غبرګون تړلې ده.

خو په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېسیار ویلي چې دوی په خپله خاوره کې د تاسیساتو د جوړولو حق لري.

د دروازې له تړل کېدو وروسته په وقفه یې ډول درې پرلپسې شپې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسؤلینو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله په ورځني ډول سوداګرو ته شا او خوا یو میلیون ډالر زیان اوړي.