د ښځو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې افغان ښځو ته دې د تعلیم په شمول اساسي حقونه ورکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

یوناما د شنبې په ورځ د مارچ ۸مه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپل فېسبوک پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي، چې دې بندیزونو ښځې له هر ډول بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.

په بیان کې د یوناما د مشرې روزا اوتانبایووا له قوله ویل شوي، افغان ښځې له "فوق العاده" ننګونو سره مخ دي، خو سره له دې، د ټولنې په مختلفو برخو کې مهم رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، چې نړۍ د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي.

نن د مارچ ۸مه، د ښځو نړیواله ورځ افغان مېرمنې په داسې حال لمانځي، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار د حق په شمول له خپلو لومړنیو اساسي بشري حقونو محرومې دي.

په دې لړ کې یو شمېر افغان ښځو د مارچ د اتمې په مناسبت پر افغان ښځو د لګیدلو محدویتونو د لرې کیدو لپاره په بیلابېلو بڼو مدني اعتراضونه پیل کړي دي.

په دې اړه نور: نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده، افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي

په افغانستان دننه او بهر، د ښځو د حقونو فعالانې او معترضانې وایي، چې په هر ډول شرایطو کې به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

د کابل د معترضو ښځو د ډلې غړې، لیمې امیري، ازادي راډیو ته وویل:
"افغانستان کې ټولې ښځې له زیاتو ستونزو سره مخ دي، خو معترضې ښځې، چې د افغان ښځو غږ پورته کوي، له ګواښونو سره مخ دي. سره له دې، موږ ویاړو چې خپلو مبارزو ته دوام ورکوو. د نړۍ ښځې باید له موږ سره ودرېږي، څو د طالبانو لخوا اخیستل شوي حقونه بېرته ترلاسه کړو."

په دې اړه نور: په ننګرهار کې بې‌سرپرسته مېرمنې: غربت او اقتصادي ستونزو مو ژوند سخت کړی

له افغانستانه بهر د افغان ښځو هڅې

که څه هم په افغانستان کې دننه معترضې مېرمنې د بندیزونو له امله نشي کولی واټونو ته راووځي، خو لا هم په بېلابېلو بڼو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

په جرمني کې مېشتې د ښځو د حقونو فعالې، رقیې ساعي، د مارچ په ۸مه ازادي راډیو ته وویل:
"مهمه ده چې د مارچ په اتمه د افغان ښځو وضیعت ته پام وشي . افغان ښځې په بدترین حالت کې ژوند کوي. افغانستان ورته زندان شوی، او که هلته هره ښځه د اعتراض غږ پورته کړي، نو شکنجې، زندان، سپکاوي، او حتا وژلو سره مخ کېږي. له نړیوالو مو غوښتنه دا ده، چې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره عملي او پایله لرونکې ناستې وکړي. په تېرو څلورو کلونو کې هېڅ ناستې او خبرې ګټورې نه وې، بلکې طالبانو خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی."

په دې اړه نور: د کندهار متشبثې ښځې: د طالبانو بندیزونو مو کار ته زیان رسولی دی

نړیوال غبرګونونه او د بشري حقونو سازمانونه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جمعې په ورځ، د مارچ ۷مه، په خپور کړي بیان کې ویلي، چې افغان ښځې له سختو ننګونو سره سره، د خپل ژوند په قیمت د خپل برخلیک لپاره اعتراضونه تنظیموي، او د طالبانو "جنایتونه" برملا کوي.

دې سازمان ټینګار کړی، چې اوس نړیواله ټولنه او قضايي ارګانونه باید د طالبانو د حساب ورکولو قانوني پروسه پر مخ بوځي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي، او کلتوري سازمان (یونسکو) د مارچ ۷مه، په خپل بیان کې ټینګار کړی، چې د افغان ښځو د حقونو د تأمین ملاتړ کوي.

په دې اړه نور: د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې افغان میرمنو د حق غوښتنې اعتراضونه پیل کړي

دا سازمان پرون په پاریس کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوې سترې غونډې کوربه و.

په یونسکو کې د اتریش استازولۍ هم ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او د بیان ازادۍ له حقونو څخه دفاع وکړي.

طالبان: د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي

سره له دې چې نړیوال سازمانونه د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي، د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې د شریعت پر بنسټ یې د ښځو په ګډون، د ټولو افغانانو حقونه ټینګ کړي.

خو خو طالبانو، له هغې راوروسته چې په ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته رسیدلي، د زده کړو، کار، او عامه ژوند په ګډون، پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.