ملګري ملتونه: د خوړو ناامني ښځې او ماشومان ګواښي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ځینو برخو کې د خوړو ناامني ښځې او ماشومان ګواښي.

په یوه نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۲مه خپور شو، یونیسف وویل چې ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د هیواد د نفوس له دریمې برخې څخه ډیر دي، به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.

یونیسف دا هم یادونه وکړه چې د اوږدې مودې د خوړو د نه خوندیتوب، د اوبو کمښت، ناکافي حفظ الصحې او روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسي اغیزې د ماشومانو او امیندوارو میرمنو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هغو سیمو شمیر چې د څلورمې کچې خوارځواکۍ په توګه طبقه بندي شوي دي نږدې درې چنده زیات شوی، چې په ۲۰۲۴ کې له ۱۹ سیمو څخه په ۲۰۲۵ کې ۵۶ سیمو ته لوړ شوی دی.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې به په ټولیزه توګه ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري د تغذیې مرستې ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې به ۳.۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته وي او ۱.۱ میلیونه ښځې به درملنې ته اړتیا ولري.