هندي چارواکی له امریکا سره د سوداګرۍ په اړه د خبرې کوي

په داسې حال کې چې د امریکا له خوا د خپلو شریکانو په محصولاتو د تعرفو لګولو ته څو اونۍ پاتې دي، د هند د سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال د دوشنبې په ورځ متحده ایالاتو ته سفر وکړ ترڅو له دې هیواد سره سوداګریزې خبرې اترې پیل کړي.

هندي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د ګویال سفر نا اعلان شوی و، خو شنونکي وايي چې هغه ممکن د تعرفو کمولو په څیر مسلو په اړه بحث وکړي.

د هند د سوداګرۍ وزارت تر اوسه د دې سفر په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

تېره میاشت د هند د صدراعظم نریندرا مودي د امریکا متحده ایالاتو د سفر په جریان کې، دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۵ کال تر مني پورې د سوداګرۍ د تړون په لومړۍ برخه کار وکړي، چې هدف یې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ۵۰۰ ملیارد ډالرو ته رسیدل دي.

د ټرمپ وړاندیز چې د اپریل له پیل څخه د هند په ګډون په سوداګریزو شریکانو باندې متقابل تعرفې ولګوي، د موټرو او کرنې په څیر سکتورونو کې د هندي صادرونکو ترمنځ اندیښنې راپورته کړې دي.