د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې نن دوشنبه د ( کب ۱۳ مه) د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف، چې د نړۍ له قدرتونو سره یې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې اترې کړې وې، د مرستیال ولسمشر په توګه استعفا ورکړې ده.
د ایران رسمي خبري آژانس (ایرنا) راپور ورکړی د ظریف د استعفا لیک ولسمشر مسعود پزشکيان ته رسیدلی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.
ظریف د دوشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي:
“زه د خپلو څلوېښتو کلونو خدمت په تر ټولو سخت او ترخو شرایطو کې تېروم. ما ته او زما کورنۍ ته تر ټولو سخت سپکاوی، تورونه او ګواښونه شوي دي.”
هغه زیاته کړې:
“د حکومت پر ضد د لا زیاتو فشارونو د مخنیوي لپاره، د قضائیه قوې مشر راته مشوره راکړه چې استعفا ورکړم. ما هم سمدلاسه دا خبره ومنله.”
پزشکيان، چې د جولای په میاشت کې یې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، د اګست په لومړۍ نېټه ظریف د ستراتیژیکو چارو لپاره د خپل مرستیال په توګه وټاکه. خو ظریف تر دوو اونیو لږ وروسته استعفا ورکړه. پر دې سربېره هغه د همدې میاشتې په وروستیو کې بېرته خپلې دندې ته ستون شو.
ظریف د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پوري د ایران د منځلاري ولسمشر حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.