بریتانیا وايي، پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

د بریتانیا صدراعظم او د اوکراین ولسمشر

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وایي، هیواد به یې سبا دوشنبې د فبرورۍ په ۲۴ چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره کیږي، پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي.

هغه وویل، دا بندیزونه به د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې د روسیې پر وړاندې تر ټولو پراخ بندیزونه وي.

لامي په یوه بیان کې وویل، د دوی هدف "د هغه پوځي ماشین له منځه وړل او د عوایدو کمول دي چې په اوکراین کې د ویجاړۍ لپاره اور ته پکۍ وهي."

لامي همدارنګه وویل، " اوس د دې وخت را رسیدلی چې د پوتین د روسیې غوږونه تاو کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له کییف سره د بریتانیا پر پوځي ملاتړ بیا ټینګار وکړ چې پکې په کال کې د ۳ ملیارډ پونډو ژمنه شامله ده او هم یې چمتووالی ښودلی چې د اړتیا په صورت کې بریتانوي ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو یوه برخه وي.