د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره د یو شمېر افغان فعالانو کتنه

له توماس نیکلسن سره د افغان فعالانو کتنه

یو شمېر افغان فعالانو، نن (پنجشنبې) په بروکسل کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره ولیدل.

دا فعالان تېر کال کابل ته په جرګه تللي وو چې د طالبانو مشران د ښځو خلاف له بندیزونو راوګرځوي.

د دې کتنې یوې برخوالې زرکې ملیار ازادي راډیو ته وویل، د غونډې تمرکز د افغانستان پر راتلونکې، دیپلوماتیکو اړیکو، د پوهنې ستونزو ته په توجه، او د حقونو او امنیت په پیاوړتیا و.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او ښځې د کار په شان له لومړنیو بشري حقونو محرومې کړي او دې مسلې د افغانانو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې اندېښنې پارولي دي.