طالبان وايي، د روم په اساسنامه کې یې د افغانستان غړیتوب پای ته رسولی

د هالنډ په هاګ ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې ودانۍ

د طالبانو سرپرست حکومت د پنجشنبې په ورځ (د فبروري ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د روم په اساسنامه کې د افغانستان شاملیدل "قانوني اعتبار نه لري".

اعلامیه زیاتوي چې دا حکومت د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) په وړاندې هیڅ قانوني مکلفیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال کریم خان په تېره جنورۍ میاشت کې د طالبانو د مشر او د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اکړې وه.

د طالبانو سرپرست حکومت د ICC دا اقدام رد کړی او یاده پریکړه یې په "سیاسي انګېزه" بللې ده.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۱۹۹۸ کال کې د روم د اساسنامې له مخې تاسیس شوه، او شاوخوا ۱۲۵ غړي هیوادونه لري. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم له اساسنامې سره یوځای شو.