د سالنګ لویه لار د نسبتاً درنې واورې د اورېدو له کبله د موټرو د تګ راتګ لپاره بنده شوې وه، نن (کب دوهمه ) سهار یوولس بجې بېرته پرانیستل شوه.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی محمد اشرف حق شناس نن (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې دا لار د تېرې شپې له یوولس بجو راهیسي بنده ده.
حق شناس همداراز ویلي و چې په سالنګ کې د واورې د اورېدو، شدیدو بادونو او لړې له کبله له موټر چلوونکو څخه غوښتل شوي و چې تر بلې خبرتیا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
خو د ټولګټو وزارت نن اعلان وکړ چې دا لاره بیرته پرانیستل شوې او لوی او کوچني موټر پرې رتګ راتګ کولی شي.
سالنک له شمالي ولایتونو سره د پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو د تګ راتګ تر ټولو مهمه او اصلي لار ګڼل کېږي.
دا لار عموماً په ژمي د واورې د اورېدو له کبله په موقتي ډول بندیږي.
پرون د سالنګونو په شمول د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واوره او باران واورېد.