د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي د هغو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې مشري کړې، چې د اندورا، اسټرالیا، کولمبیا، ایکوادور، اروپايي اتحادیې، فنلنډ، ګورجستان، جرمني، ایسلنډ، جامایکا، کوسوو، لاتویا، لیختنشتاین، موناکو، منګولیا، سلووینیا او سویډن هیوادونو استازولي یې کوله.
په دې ناسته کې، چې د فبرورۍ په ۱۱مه ترسره شوه، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي چارو عالي استازي هم ګډون کړی و، او د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت یې وڅېړه.
د کاناډا حکومت د فبرورۍ په ۱۵مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي و، دې ناستې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ښځینه وزیرانې سره راټولې کړې وې، څو د طالب چارواکو له لوري د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړي، په ځانګړي ډول هغه موضوعات، چې افغان ښځې او نجونې اغېزمنوي.
په دې ناسته کې، د طالبانو له چارواکو غوښتنه شوې، چې د افغانستان نړیوال حقوقي مکلفیتونه په رسمیت وپیژني، او د ښځو پر ضد د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ته پر ژمنې ودریږي. ته ژمنتیا وساتي او عملي یې کړي.
له هغه مهاله، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي، پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع شوي، د هغوی لوړ زده کړې په پوهنتونونو کې بندې شوې، د دولتي ادارو، نړیوالو غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو کار کول منع اعلان شول.
سربېره پر دې، د ښځو پر ټولنیز فعالیت، سفر او تګ راتګ هم سخت محدودیتونه وضع شوي دي، چې د افغان ښځو پر بنسټیزو حقونو جدي ګوزار ګڼل کېږي.