د اتریش په جنوب کې پرون شنبې یو ۱۴ کلن هلک هغه مهال مړ او پنځه تنه نورټپیان شول چې یو کس پر خلکو د چاړې ګوزارونه وکړل.
د پولیسو په وینا، مشکوک کس یې چې ۲۳ کلن دی، د فیلاخ په ښار کې نیولی دی. د پولیسو په وینا، هغه د سوریې تبعه دی چې په اتریش کې قانوني استوګنه لري. د پیښې ټول قربانیان نارینه ښودل شوي او ویل شوي چې دوه کسان سخت ټپیان شوي او د درې نورو ټپونه برسیرن دي.
د پولیسو ویاند، راینر دیونیسیو، وویل چې د برید انګیزه سمدستي نه ده څرګنده. هغه زیاته کړه چې پولیس د بریدګر سابقه څیړي او زیاته یې کړه چې "موږ باید انتظار وباسو ترڅو چې باوري معلومات ترلاسه کړو."
د اتریش پولیسو ویلي چې یوه ۴۲ کلن سړي چې د خوراکي توکو د لیږدولو یوه شرکت سره کارکوي او هغه هم د سوریې تبعه دی، هغه مهال د حالت د لاخرابیدو په مخنیوي کې مرسته وکړه چې خپل موټر یې د مشکوک کس پرلور وروست.
پولیسو وویل چې دا لا روښانه نه ده چې مشکوک کس دا برید په یوازې سر کړی که نه، او دوی د نورو احتمالي مشکوکو کسانو لټون ته دوام ورکړی.
وروسته له هغې چې په ډسمبرمیاشت کې په سوریه کې د بشاراسد رژیم ړنګ شو، د اتریش په ګډون یو شمیر اروپایي هېوادونو اعلان وکړ چې د سوري وګړو د پناه غوښتنې پرېکړې یې ترهغو چې د هیواد سیاسي وضعیت څرګند شي، ځنډولې دي.