ایران په خپله خاوره کې د افغانانو ساینسي شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکوي

د ایران د نړیوالو همکاریو د پراختیا سازمان مشر پرون په یوه غونډه کې وویل چې افغان ساینسي شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د ایراني شرکتونو په شان په ایران کې فعالیت وکړي.

د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، حسین روزبې پرون (شنبې) د افغان نخبه‌ګانو په لومړي کنفرانس کې وویل، د ثبت لپاره ځینې معیارونه او ځانګړي شرایط لازم دي، او دا شرکتونه باید علمي درجې هم ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، ایران د غیر ایراني نخبه‌ګانو، په ځانګړې ډول د افغانانو ملاتړ کوي، ځکه چې کډوال او افغان محصلان ډېر استعداد لري او د هغوی څېړنیز او ساینسي ظرفیتونه د پام وړ دي.

ده همداراز وویل، د ساینس او ټکنالوژۍ د نړیوالو همکاریو د پراختیا سازمان هدف لري چې له دې وړتیاوو ګټه واخلي او د ایران د نوښت او ټکنالوژۍ ایکوسیستم صادر کړي. له همدې امله، له غیرایراني نخبه‌ګانو سره د همکاریو هرکلی کوي.