بریتانیا وايي، له سوریې څخه د مهماتو لېږدوونکې روسي بیړۍ یې تعقیب کړي

بریتانیا وايي چې په وروستیو ورځو کې یې د روسیې شپږ سوداګري کښتۍ تعقیب کړي، چې له سوریه څخه یې مهمات لېږدول.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د بریتانیا دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې کښتۍ وروسته له هغه له سوریې وځي، چې د دغه هېواد ولسمشر او د روسیې نژدې متحد، بشار اسد، له واکه لرې شو.

د بریتانیا د دفاع وزارت په وینا، روسیې له هغه وخته چې د اسد رژیم نسکور شوی، خپل نظامي تجهیزات له سوریې څخه باسي، او دا اقدام یې په منځني ختیځ کې د «مسکو د جاه‌طلبیو لپاره یو سخت ګوزار» بللی دی.

په لندن کې د روسیې سفارت په دې اړه تر اوسه د رویټرز خبري آژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې مسکو د سوریې د بهرنیو چارو نوي وزیر ته بلنه ورکړې، چې روسیې ته سفر وکړي.

همداراز، مسکو ویلي چې چمتو دی پر هغو دوه‌اړخیزو تړونونو د بیاکتنې لپاره خبرې وکړي، چې د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوي وو.