د مونشن د پېښې په ټپیانو کې ۲ تنه مړه شول

یوه ۳۷ کلنه مور او د هغې ۲ کلنه لور د هغو سختو ټپونو له امله ساه ورکړه، چې د پنجشنبې په ورځ په مونشن کې د یو افغان تبعه له خوا د موټر په وسیله له ګڼو نورو کسانو سره ټپیان شوي وو.

څارنوالانو د جمعې په ورځ ویلي وو، چې لږ تر لږه ۳۹ کسان په دې برید کې ټپیان شوي، چې د ځینو حال نازک دی.

بریدګر موټر د هغو کسانو په لور روان کړ چې د معاش د لوړولو لپاره د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

مور او لور چې په دې برید کې سختې ټپیانې شوې وې، د ټپونو د سختوالي له کبله مړې شوې.

د جرمني چارواکي وايي چې دا برید په مذهبي انګېزه شوی دی.

په جرمني کې دا برید د هغو انتخاباتو په درشل کې وشو چې د کډوالو موضوع پکې برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږي.